ترجمهى پشتو - مركز ترجمهى رواد
ترجمه معانی قرآن کریم
ترجمه شده توسط گروه مرکز ترجمهٔ رواد با همکاری انجمن دعوت در ربوه و انجمن خدمت به محتوای اسلامی به زبانهای مختلف.
وَٱلتِّينِ وَٱلزَّيۡتُونِ
قسم دی پر انځر او ښوون.
وَطُورِ سِينِينَ
او پر طور سينا (غره) قسم.
وَهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ ٱلۡأَمِينِ
اوپه دې له امن څخه ډك ښار (مكې) باندې.
لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِيٓ أَحۡسَنِ تَقۡوِيمٖ
په رېښتيا موږ انسان په ډېر ښه صوررت کې پيداکړی دی.
ثُمَّ رَدَدۡنَٰهُ أَسۡفَلَ سَٰفِلِينَ
بيا مو تر ټولو لاندېنيو لاندې وګرځولو.
إِلَّا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ فَلَهُمۡ أَجۡرٌ غَيۡرُ مَمۡنُونٖ
مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي، چې د هغوی لپاره نه ختمېدونکې بدله ده.
فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعۡدُ بِٱلدِّينِ
نو له دې وروسته دې د بدلې (د ورځې) په اړه څه شی درواغجنوي.
أَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِأَحۡكَمِ ٱلۡحَٰكِمِينَ
ايا الله تر ټولو حاکمانو ښه حاکم نه دی؟
share_via