પશ્તો ભાષામાં અનુવાદ - રવ્વાદ ભાષાંતર કેન્દ્ર
રુવાદ ભાષાંતર કેન્દ્રની ટીમ દ્વારા અને રબ્વાહ ઇસ્લામિક પ્રચાર કાર્યાલય અને વિવિધ ભાષાઓમાં ઇસ્લામની સામગ્રી પ્રસ્તુત કરતા સંગઠનના સહયોગથી
ٱقۡتَرَبَتِ ٱلسَّاعَةُ وَٱنشَقَّ ٱلۡقَمَرُ
قيامت رانېږدې شو او سپوږمۍ وچاوده.
وَإِن يَرَوۡاْ ءَايَةٗ يُعۡرِضُواْ وَيَقُولُواْ سِحۡرٞ مُّسۡتَمِرّٞ
او هغوى چې كومه نښانه وويني، مخ ترې واړوي، وايي دا خو له پخوا نه راروانې كوډې دي.
وَكَذَّبُواْ وَٱتَّبَعُوٓاْ أَهۡوَآءَهُمۡۚ وَكُلُّ أَمۡرٖ مُّسۡتَقِرّٞ
او درواغ يې ګڼي او خپلو هوسونو پسې ځي او هر كار (په خپل وخت) په ځاى كېدونكى دى.
وَلَقَدۡ جَآءَهُم مِّنَ ٱلۡأَنۢبَآءِ مَا فِيهِ مُزۡدَجَرٌ
او بېشكه هغوى ته له (پخوانيو) خبرونو هغه څه راغلي چې په هغو كې نصيحت (يا له كفره ايسارېدل) و.
حِكۡمَةُۢ بَٰلِغَةٞۖ فَمَا تُغۡنِ ٱلنُّذُرُ
د پوره هوښيارۍ خبرې، خو دې وېروونكو هم څه ګټه ونه كړه.
فَتَوَلَّ عَنۡهُمۡۘ يَوۡمَ يَدۡعُ ٱلدَّاعِ إِلَىٰ شَيۡءٖ نُّكُرٍ
نو مخ ترې واړوه، هغه ورځ چې يو بلونكى د ډېر ناخوښه شي لور ته بلنه كوي.
خُشَّعًا أَبۡصَٰرُهُمۡ يَخۡرُجُونَ مِنَ ٱلۡأَجۡدَاثِ كَأَنَّهُمۡ جَرَادٞ مُّنتَشِرٞ
په خړو خوارو سترګو به له قبرونو راوزي، لكه هغوى چې خواره واره ملخان وي.
مُّهۡطِعِينَ إِلَى ٱلدَّاعِۖ يَقُولُ ٱلۡكَٰفِرُونَ هَٰذَا يَوۡمٌ عَسِرٞ
د بلونكي خواته ځغلېدونكي وي، كافران به وايي دا يوه سخته ورځ ده.
۞ كَذَّبَتۡ قَبۡلَهُمۡ قَوۡمُ نُوحٖ فَكَذَّبُواْ عَبۡدَنَا وَقَالُواْ مَجۡنُونٞ وَٱزۡدُجِرَ
له هغوى مخكې د نوح قوم (حق) درواغ وګڼلو، بيا يې زموږ بنده درواغجن وباله، وېلې لېونى او (له خلكو) ايسار شوى دى.
فَدَعَا رَبَّهُۥٓ أَنِّي مَغۡلُوبٞ فَٱنتَصِرۡ
نو هغه خپل پالونکي ته دعا وكړه چې زه بالكل بې وسه شوى يم نو بدل واخله.
فَفَتَحۡنَآ أَبۡوَٰبَ ٱلسَّمَآءِ بِمَآءٖ مُّنۡهَمِرٖ
بيا موږ په زښتو ډېرو اوبو د آسمان دروازې پرانېستلې.
وَفَجَّرۡنَا ٱلۡأَرۡضَ عُيُونٗا فَٱلۡتَقَى ٱلۡمَآءُ عَلَىٰٓ أَمۡرٖ قَدۡ قُدِرَ
او له ځمكې مو چينې روانې كړې، نو دواړه ډوله اوبه پر يوه ټاكل شوي كار سره يو ځاى شوې.
وَحَمَلۡنَٰهُ عَلَىٰ ذَاتِ أَلۡوَٰحٖ وَدُسُرٖ
او دى (نوح) مو پر دړو (تختو) او مېخونو والا (بېړۍ) سپور كړ.
تَجۡرِي بِأَعۡيُنِنَا جَزَآءٗ لِّمَن كَانَ كُفِرَ
چې زموږ تر سترګو لاندې چلېدله، د هغه چا لپاره بدله چې نا شکري يې شوى وه [د الله ناشکري شوې وه، چا چې نا شکري کړې د هغوی لپاره دا عذاب سزا وه]
وَلَقَد تَّرَكۡنَٰهَآ ءَايَةٗ فَهَلۡ مِن مُّدَّكِرٖ
او په رېښتيا هغه مو د يوې نښانې په توګه پرېښوده، نو آيا څوک درس اخيستونكى شته؟
فَكَيۡفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ
نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
وَلَقَدۡ يَسَّرۡنَا ٱلۡقُرۡءَانَ لِلذِّكۡرِ فَهَلۡ مِن مُّدَّكِرٖ
او بېشكه موږ قرآن د پوهېدلو (تلاوت) لپاره آسان كړى نو آيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟
كَذَّبَتۡ عَادٞ فَكَيۡفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ
عاديانو هم درواغ وګڼلو نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
إِنَّآ أَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ رِيحٗا صَرۡصَرٗا فِي يَوۡمِ نَحۡسٖ مُّسۡتَمِرّٖ
په يوه پرله پسې شومه ورځ كې مو سخته سيلۍ پرې والوزوله.
تَنزِعُ ٱلنَّاسَ كَأَنَّهُمۡ أَعۡجَازُ نَخۡلٖ مُّنقَعِرٖ
چې خلک به يې داسې راوېستل لكه چې د كجورو له بېخه را اېستل شوي تنې چې وي.
فَكَيۡفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ
نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
وَلَقَدۡ يَسَّرۡنَا ٱلۡقُرۡءَانَ لِلذِّكۡرِ فَهَلۡ مِن مُّدَّكِرٖ
او بېشكه موږ قرآن د پوهېدو لپاره آسان كړى نوآيا څوک نصيحت اخيستونكى شته؟
كَذَّبَتۡ ثَمُودُ بِٱلنُّذُرِ
ثموديانو هم وېروونكي درواغجن وګڼل.
فَقَالُوٓاْ أَبَشَرٗا مِّنَّا وَٰحِدٗا نَّتَّبِعُهُۥٓ إِنَّآ إِذٗا لَّفِي ضَلَٰلٖ وَسُعُرٍ
نو ويل يې چې آيا موږ په خپلو كې (يوازې) د يو سړي خبره ومنو؟ بيا خو به موږ هرومرو په غلطۍ او ليونتوب كې يو.
أَءُلۡقِيَ ٱلذِّكۡرُ عَلَيۡهِ مِنۢ بَيۡنِنَا بَلۡ هُوَ كَذَّابٌ أَشِرٞ
آيا زموږ ترمنځ يوازې پر هغه وحي راپرېوته؟ نه، بلكې دى په خپله ډېر درواغجن او كبرجن دى.
سَيَعۡلَمُونَ غَدٗا مَّنِ ٱلۡكَذَّابُ ٱلۡأَشِرُ
دا دى سبا به هغوى پوه شي چې ډېر درواغجن كبرجن څوك دى؟
إِنَّا مُرۡسِلُواْ ٱلنَّاقَةِ فِتۡنَةٗ لَّهُمۡ فَٱرۡتَقِبۡهُمۡ وَٱصۡطَبِرۡ
بېشکه موږ د هغوى د ازمويښت لپاره يوه اوښه لېږونکي يو، نو ته يې (اى صالحه) انتظار كوه او صبر وكړه.
وَنَبِّئۡهُمۡ أَنَّ ٱلۡمَآءَ قِسۡمَةُۢ بَيۡنَهُمۡۖ كُلُّ شِرۡبٖ مُّحۡتَضَرٞ
او خبر يې كړه چې دا اوبه يې ترمنځه وېشل شوې دي، هر وار څښلو ته به (خپل خاوند) حاضرېدونكى وي.
فَنَادَوۡاْ صَاحِبَهُمۡ فَتَعَاطَىٰ فَعَقَرَ
خو هغوى خپل ملګري ته نارې كړې نو را ويې نيوله او پښې يې ترې غوڅې كړې.
فَكَيۡفَ كَانَ عَذَابِي وَنُذُرِ
نو زما عذاب او وېرول څنګه وو؟
إِنَّآ أَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ صَيۡحَةٗ وَٰحِدَةٗ فَكَانُواْ كَهَشِيمِ ٱلۡمُحۡتَظِرِ
بېشكه موږ پر هغوى يوه چيغه راولېږله نو داسې شول لكه د غوجل مات رامات واښه.
وَلَقَدۡ يَسَّرۡنَا ٱلۡقُرۡءَانَ لِلذِّكۡرِ فَهَلۡ مِن مُّدَّكِرٖ
او بېشكه قرآن مو د پوهېدو لپاره آسان كړى دى نو آيا څوك عبرت اخيستونكى شته؟
كَذَّبَتۡ قَوۡمُ لُوطِۭ بِٱلنُّذُرِ
د لوط قوم وېروونكي درواغجن وګڼل.
إِنَّآ أَرۡسَلۡنَا عَلَيۡهِمۡ حَاصِبًا إِلَّآ ءَالَ لُوطٖۖ نَّجَّيۡنَٰهُم بِسَحَرٖ
موږ پر هغوى كاڼي وروونكى باد ور ولېږلو، (مګر) پرته د لوط له كورنۍ چې سباوون مهال مو وژغورله.
نِّعۡمَةٗ مِّنۡ عِندِنَاۚ كَذَٰلِكَ نَجۡزِي مَن شَكَرَ
زموږ له خوا د لورينې په توګه. څوك چې شكر باسي موږ همداسې بدله وركوو.
وَلَقَدۡ أَنذَرَهُم بَطۡشَتَنَا فَتَمَارَوۡاْ بِٱلنُّذُرِ
او پرته له شکه هغوی يې زموږ له نيولو وېرولي وو خو هغوى په وېروونكو شک وکړ.
وَلَقَدۡ رَٰوَدُوهُ عَن ضَيۡفِهِۦ فَطَمَسۡنَآ أَعۡيُنَهُمۡ فَذُوقُواْ عَذَابِي وَنُذُرِ
او له هغه يې د مېلمنو د ورسپارلو غوښتنه وکړه خو موږ يې سترګې ړندې كړې نو (اوس) زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
وَلَقَدۡ صَبَّحَهُم بُكۡرَةً عَذَابٞ مُّسۡتَقِرّٞ
او په رېښتيا چې سهار وختي پر هغوى يو پاتېدونكى عذاب راغلو او تباه يې كړل.
فَذُوقُواْ عَذَابِي وَنُذُرِ
نو زما د عذاب او وېرولو خوند وڅكئ.
وَلَقَدۡ يَسَّرۡنَا ٱلۡقُرۡءَانَ لِلذِّكۡرِ فَهَلۡ مِن مُّدَّكِرٖ
او په رېښتيا موږ قرآن د نصيحت لپاره آسانه كړى دى نو آيا څوك درس اخيستونكى شته؟
وَلَقَدۡ جَآءَ ءَالَ فِرۡعَوۡنَ ٱلنُّذُرُ
او بېشكه فرعونيانو ته وېروونكي ورغلي وو.
كَذَّبُواْ بِـَٔايَٰتِنَا كُلِّهَا فَأَخَذۡنَٰهُمۡ أَخۡذَ عَزِيزٖ مُّقۡتَدِرٍ
هغوى زموږ ګردې نښانې درواغ وګڼلې نو بيا مو د برلاسي قادر (الله) په نيولو سره راګير كړل.
أَكُفَّارُكُمۡ خَيۡرٞ مِّنۡ أُوْلَٰٓئِكُمۡ أَمۡ لَكُم بَرَآءَةٞ فِي ٱلزُّبُرِ
آيا ستاسو كافران تر هغوى غوره دي يا تاسو ته په پخوانيو كتابونو كې څه خلاصون راغلى دى؟
أَمۡ يَقُولُونَ نَحۡنُ جَمِيعٞ مُّنتَصِرٞ
(او) كه هغوى وايي چې موږ يو بل سره مرستيال غچ اخېستونكى ټولى يو؟
سَيُهۡزَمُ ٱلۡجَمۡعُ وَيُوَلُّونَ ٱلدُّبُرَ
دا ټولى به زر ماتې وخوري او شاوې به واړوي.
بَلِ ٱلسَّاعَةُ مَوۡعِدُهُمۡ وَٱلسَّاعَةُ أَدۡهَىٰ وَأَمَرُّ
په اصل كې قيامت د هغوى د ژمنې ټاكلى وخت دى او قيامت ډېر سخت او تريخ دى.
إِنَّ ٱلۡمُجۡرِمِينَ فِي ضَلَٰلٖ وَسُعُرٖ
بېشکه دا مجرمان په بې لارۍ او ليونتوب (يا بل اور) كې دي.
يَوۡمَ يُسۡحَبُونَ فِي ٱلنَّارِ عَلَىٰ وُجُوهِهِمۡ ذُوقُواْ مَسَّ سَقَرَ
هغه ورځ چې هغوى پړمخ په اور كې كشول كيږي چې (اوس) د دوزخ اور د رسېدلو مزه وڅكئ.
إِنَّا كُلَّ شَيۡءٍ خَلَقۡنَٰهُ بِقَدَرٖ
بېشكه موږ هر شى په يوه ټاكلې اندازه پيدا كړي.
وَمَآ أَمۡرُنَآ إِلَّا وَٰحِدَةٞ كَلَمۡحِۭ بِٱلۡبَصَرِ
او زموږ امر پرته له يو وار بل شان نه دى، لكه د ستر ګو رپ.
وَلَقَدۡ أَهۡلَكۡنَآ أَشۡيَاعَكُمۡ فَهَلۡ مِن مُّدَّكِرٖ
او په رېښتيا موږ ستاسي (مخكېني) سيالان هم تباه كړي دي نو آيا څوك عبرت اخېستونكى شته؟
وَكُلُّ شَيۡءٖ فَعَلُوهُ فِي ٱلزُّبُرِ
او هر څه چې هغوى كړي په كتابو كې دي.
وَكُلُّ صَغِيرٖ وَكَبِيرٖ مُّسۡتَطَرٌ
او هره وړه غټه (پېښه) ليكل شوې ده.
إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي جَنَّٰتٖ وَنَهَرٖ
بېشكه متقيان به په باغونو او ويالو كې وي.
فِي مَقۡعَدِ صِدۡقٍ عِندَ مَلِيكٖ مُّقۡتَدِرِۭ
د رېښتينولۍ او عزت په مجلس كې، د لوى قدرت والا پاچا پر وړاندې.
مشاركة عبر