Pashto Translation - Rowwad Translation Center
translated by Rowwad Translation Center, in cooperation with the Islamic Propagation Office in Rabwah and the Association for Serving Islamic Content in Languages.
لَآ أُقۡسِمُ بِيَوۡمِ ٱلۡقِيَٰمَةِ
زه د قيامت په ورځ قسم كوم.
وَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلنَّفۡسِ ٱللَّوَّامَةِ
او زه پر ملامتوونكي نفس قسم كوم.
أَيَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَلَّن نَّجۡمَعَ عِظَامَهُۥ
آيا انسان دا ګومان كوي چې موږ به يې هډوكي راټول نه كړو؟
بَلَىٰ قَٰدِرِينَ عَلَىٰٓ أَن نُّسَوِّيَ بَنَانَهُۥ
ولې نه، موږ خو آن د هغو بندونو (او ګوتو سرونو) پر سم برابرولو ځواکمن يو.
بَلۡ يُرِيدُ ٱلۡإِنسَٰنُ لِيَفۡجُرَ أَمَامَهُۥ
خو (منكر) انسان غواړي چې وړاندې هم بدكارونه ترسره كړي.
يَسۡـَٔلُ أَيَّانَ يَوۡمُ ٱلۡقِيَٰمَةِ
پوښتنه كوي: چې د قيامت ورځ به كله وي؟
فَإِذَا بَرِقَ ٱلۡبَصَرُ
نو كله چې سترګې خړې شي.
وَخَسَفَ ٱلۡقَمَرُ
او سپوږمۍ توره شي.
وَجُمِعَ ٱلشَّمۡسُ وَٱلۡقَمَرُ
او لمر او سپوږمۍ يو ځاى كړل شي.
يَقُولُ ٱلۡإِنسَٰنُ يَوۡمَئِذٍ أَيۡنَ ٱلۡمَفَرُّ
په هغه ورځ به (دا) انسان ووايي: د تېښتې ځاى چېرې دى؟
كَلَّا لَا وَزَرَ
هيڅكله نه، د پناه ځاى نشته.
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوۡمَئِذٍ ٱلۡمُسۡتَقَرُّ
هغه ورځ (يوازې) ستا د پالونکي لور ته د تمځاى دى.
يُنَبَّؤُاْ ٱلۡإِنسَٰنُ يَوۡمَئِذِۭ بِمَا قَدَّمَ وَأَخَّرَ
خبر به ورکړی شي انسان ته په دغه ورځ په هغه عمل چې مخکې یې لیږلی دی او وروسته یې پریښی دی.
بَلِ ٱلۡإِنسَٰنُ عَلَىٰ نَفۡسِهِۦ بَصِيرَةٞ
بلكې انسان خپله هم پر ځان ليدونكى دى.
وَلَوۡ أَلۡقَىٰ مَعَاذِيرَهُۥ
كه څه هم (ډېر) عذرونه وړاندې كړي.
لَا تُحَرِّكۡ بِهِۦ لِسَانَكَ لِتَعۡجَلَ بِهِۦٓ
ته پرې ژر ژر ژبه مه خوځوه چې بيړه پرې وكړې.
إِنَّ عَلَيۡنَا جَمۡعَهُۥ وَقُرۡءَانَهُۥ
بېشكه د هغه جمع كول او پر تا لوستل يې زموږ پر ذمه دي.
فَإِذَا قَرَأۡنَٰهُ فَٱتَّبِعۡ قُرۡءَانَهُۥ
نو كله چې هغه موږ ولوست، بيايې ته ورپسې لوله.
ثُمَّ إِنَّ عَلَيۡنَا بَيَانَهُۥ
بيا په رېښتيا د هغه څرګند بيانول هم پر موږ دي.
كَلَّا بَلۡ تُحِبُّونَ ٱلۡعَاجِلَةَ
داسې نده، بلکه تاسو د دنیا سره مینه کوئ.
وَتَذَرُونَ ٱلۡأٓخِرَةَ
او آخرت پرېږدئ.
وُجُوهٞ يَوۡمَئِذٖ نَّاضِرَةٌ
په هغه ورځ به ځينې مخونه تازه وي.
إِلَىٰ رَبِّهَا نَاظِرَةٞ
خپل پالونکي ته به كتونكي وي.
وَوُجُوهٞ يَوۡمَئِذِۭ بَاسِرَةٞ
او ځينې مخونه به هغه ورځ بدرنګه وي.
تَظُنُّ أَن يُفۡعَلَ بِهَا فَاقِرَةٞ
ګومان به كوي چې ملاماتوونكى چلند به ورسره وكړى شي.
كَلَّآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلتَّرَاقِيَ
هيڅكله نه، كله چې مرۍ ته (سا) ورسيږي.
وَقِيلَ مَنۡۜ رَاقٖ
او وويل شي: څوك دى دم چوف كوونكى؟
وَظَنَّ أَنَّهُ ٱلۡفِرَاقُ
او ګومان وكړي چې همدا بېلتون دى.
وَٱلۡتَفَّتِ ٱلسَّاقُ بِٱلسَّاقِ
او پنډۍ په پنډۍ پورې ونښلي.
إِلَىٰ رَبِّكَ يَوۡمَئِذٍ ٱلۡمَسَاقُ
همغه ورځ ستا د پالونکي لور ته روانېدل دي.
فَلَا صَدَّقَ وَلَا صَلَّىٰ
هغه خو نه باور درلود او نه يې لمونځ كړى و.
وَلَٰكِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ
خو درواغجن يې وباله او مخ يې واړولو.
ثُمَّ ذَهَبَ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِۦ يَتَمَطَّىٰٓ
بيا په (ډېره) لويۍ خپل كاله (کورنۍ) ته لاړ.
أَوۡلَىٰ لَكَ فَأَوۡلَىٰ
همدا درسره وړ دي، تا سره ښايي.
ثُمَّ أَوۡلَىٰ لَكَ فَأَوۡلَىٰٓ
بيا هم ستا وړ دي، له تا سره ښايي.
أَيَحۡسَبُ ٱلۡإِنسَٰنُ أَن يُتۡرَكَ سُدًى
آيا انسان دا ګڼي چې خوشې (چيټي) به پرېښودل شي؟
أَلَمۡ يَكُ نُطۡفَةٗ مِّن مَّنِيّٖ يُمۡنَىٰ
آيا هغه د منۍ يو څاڅكى نه و چې څڅول كيږي (په رحم کې).
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةٗ فَخَلَقَ فَسَوَّىٰ
بيا د وينو يوه ټوټه شو نو الله جوړ او سم برابر كړ.
فَجَعَلَ مِنۡهُ ٱلزَّوۡجَيۡنِ ٱلذَّكَرَ وَٱلۡأُنثَىٰٓ
بيايې له هغه څخه جوړه پيدا كړه، نارينه او ښځينه.
أَلَيۡسَ ذَٰلِكَ بِقَٰدِرٍ عَلَىٰٓ أَن يُحۡـِۧيَ ٱلۡمَوۡتَىٰ
آيا هغه پر دې نه دى قادر چې مړي راژوندي كړي؟
مشاركة عبر