Bản dịch tiếng Pashto - Trung tâm Dịch thuật Rowad
Dịch thuật ý nghĩa Kinh Qur'an
Người dịch: Nhóm thuộc Trung tâm Dịch thuật Rowad hợp tác với Hiệp hội Tuyên truyền Ar-Rabwah và Hiệp hội Dịch vụ Nội dung về Islam bằng đa ngôn ngữ.
إِذَا ٱلشَّمۡسُ كُوِّرَتۡ
كله چې لمر ونغښتل شي.
وَإِذَا ٱلنُّجُومُ ٱنكَدَرَتۡ
او کله چې ستوري خړ واوړي.
وَإِذَا ٱلۡجِبَالُ سُيِّرَتۡ
او كله چې غرونه روان كړل شي.
وَإِذَا ٱلۡعِشَارُ عُطِّلَتۡ
او كله چې لس مياشتینۍ (بلاربې اوښې) خوشې كړل شي.
وَإِذَا ٱلۡوُحُوشُ حُشِرَتۡ
او كله چې (وحشي) ځناور سره غونډ كړل شي.
وَإِذَا ٱلۡبِحَارُ سُجِّرَتۡ
او كله چې سمندرونه لمبې وكړي.
وَإِذَا ٱلنُّفُوسُ زُوِّجَتۡ
او كله چې ساوې (روحونه) جوړه كړاى شي (جسدونو سره).
وَإِذَا ٱلۡمَوۡءُۥدَةُ سُئِلَتۡ
او كله چې ژوندۍ خښه شوې جينۍ وپوښتل شي.
بِأَيِّ ذَنۢبٖ قُتِلَتۡ
چې په كومه ګناه وژل شوې ده؟
وَإِذَا ٱلصُّحُفُ نُشِرَتۡ
او كله چې عملنامې پرانيستل شي.
وَإِذَا ٱلسَّمَآءُ كُشِطَتۡ
او كله چې د آسمان پوستكى واړول شي.
وَإِذَا ٱلۡجَحِيمُ سُعِّرَتۡ
او كله چې د دوزخ لمبې بلې كړى شي.
وَإِذَا ٱلۡجَنَّةُ أُزۡلِفَتۡ
او كله چې جنت را نېږدې كړى شي.
عَلِمَتۡ نَفۡسٞ مَّآ أَحۡضَرَتۡ
بيا به هركس ته معلومه شي چې څه يې راوړي.
فَلَآ أُقۡسِمُ بِٱلۡخُنَّسِ
نو نه، زه پر بېرته پټېدونکو ستورو لوړه كوم.
ٱلۡجَوَارِ ٱلۡكُنَّسِ
پر ګرځېدونكو - پټېدونكو باندې.
وَٱلَّيۡلِ إِذَا عَسۡعَسَ
او پر شپه چې كله ولاړه شي.
وَٱلصُّبۡحِ إِذَا تَنَفَّسَ
او قسم دی پر سهار کله چې سا واخلي.
إِنَّهُۥ لَقَوۡلُ رَسُولٖ كَرِيمٖ
چې بېشكه دا د يو عزتمن رسول وينا ده.
ذِي قُوَّةٍ عِندَ ذِي ٱلۡعَرۡشِ مَكِينٖ
چې زورور (او) د عرش څښتن پر وړاندې مرتبې والا دى.
مُّطَاعٖ ثَمَّ أَمِينٖ
هلته ( په پرېښتو كې) د ده خبره منل كيږي - امانتداره دی.
وَمَا صَاحِبُكُم بِمَجۡنُونٖ
او ستاسې (دا) ملګرى هم لېونى نه دى.
وَلَقَدۡ رَءَاهُ بِٱلۡأُفُقِ ٱلۡمُبِينِ
او ده هغه په يوه روښانه څنډه كې ليدلى دى.
وَمَا هُوَ عَلَى ٱلۡغَيۡبِ بِضَنِينٖ
او نه هغه (محمد صلی الله عليه وسلم) پر غيبو (رسولو) بخيل دى.
وَمَا هُوَ بِقَوۡلِ شَيۡطَٰنٖ رَّجِيمٖ
او نه دا د رټلي شيطان خبره ده.
فَأَيۡنَ تَذۡهَبُونَ
نو بيا چېرته ځئ؟
إِنۡ هُوَ إِلَّا ذِكۡرٞ لِّلۡعَٰلَمِينَ
هغه د ټولو نړيوالو لپاره پرته له نصيحته بل څه نه دى.
لِمَن شَآءَ مِنكُمۡ أَن يَسۡتَقِيمَ
له تاسې څخه د هغه چا لپاره چې غواړي په لاره سم شي.
وَمَا تَشَآءُونَ إِلَّآ أَن يَشَآءَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
او ستاسې په غوښتو څه كېداى شي پرته له دې چې رب العالمين څه وغواړي.
share_via