Bản dịch tiếng Pashto - Trung tâm Dịch thuật Rowad
Dịch thuật ý nghĩa Kinh Qur'an
Người dịch: Nhóm thuộc Trung tâm Dịch thuật Rowad hợp tác với Hiệp hội Tuyên truyền Ar-Rabwah và Hiệp hội Dịch vụ Nội dung về Islam bằng đa ngôn ngữ.
لَمۡ يَكُنِ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ وَٱلۡمُشۡرِكِينَ مُنفَكِّينَ حَتَّىٰ تَأۡتِيَهُمُ ٱلۡبَيِّنَةُ
له اهل کتاب او مشرکانو څخه چې چا کفر کړی و، هغوی (له خپله کفره) نه وو بېلېدونکي ترڅو چې يو ښکاره دليل ورته راشي.
رَسُولٞ مِّنَ ٱللَّهِ يَتۡلُواْ صُحُفٗا مُّطَهَّرَةٗ
یعني د الله له لوري يو رسول چې پاکې صحيفې تلاوت کوي.
فِيهَا كُتُبٞ قَيِّمَةٞ
چې په هغو کې ښې سمې ليکنې وي.
وَمَا تَفَرَّقَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلۡكِتَٰبَ إِلَّا مِنۢ بَعۡدِ مَا جَآءَتۡهُمُ ٱلۡبَيِّنَةُ
او چاته چې کتاب ورکړل شوی و، هغوی سره بېل نه شول، مګر وروسته تر هغه چې څرګند دليل ورته راغی.
وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُواْ ٱللَّهَ مُخۡلِصِينَ لَهُ ٱلدِّينَ حُنَفَآءَ وَيُقِيمُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَيُؤۡتُواْ ٱلزَّكَوٰةَۚ وَذَٰلِكَ دِينُ ٱلۡقَيِّمَةِ
او هغوی ته (هم) بل څه امر نه و شوی، پرته له دې چې الله ولمانځي، په داسې حال کې چې هغه لره د خپل دين سوچه کوونکي حق پلوي اوسي، لمونځ دې ترسره کوي، زکات دې ورکوي او همدا سم سهي دين دی.
إِنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَٰبِ وَٱلۡمُشۡرِكِينَ فِي نَارِ جَهَنَّمَ خَٰلِدِينَ فِيهَآۚ أُوْلَٰٓئِكَ هُمۡ شَرُّ ٱلۡبَرِيَّةِ
بېشکه هغه کسان چې له اهل کتاب او مشرکانو څخه يې کفر کړی دی تل به د دوزخ په اور کې وي همدوی تر ټولو بد خلک دي.
إِنَّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَعَمِلُواْ ٱلصَّٰلِحَٰتِ أُوْلَٰٓئِكَ هُمۡ خَيۡرُ ٱلۡبَرِيَّةِ
بېشکه هغه کسان چې ايمان يې راوړی او ښه کارونه يې کړي دي همدوی تر ټولو ښه خلک دي.
جَزَآؤُهُمۡ عِندَ رَبِّهِمۡ جَنَّٰتُ عَدۡنٖ تَجۡرِي مِن تَحۡتِهَا ٱلۡأَنۡهَٰرُ خَٰلِدِينَ فِيهَآ أَبَدٗاۖ رَّضِيَ ٱللَّهُ عَنۡهُمۡ وَرَضُواْ عَنۡهُۚ ذَٰلِكَ لِمَنۡ خَشِيَ رَبَّهُۥ
د خپل پالونکي په وړاندې يې بدله داسې د تل اوسېدو جنتونه دي چې لاندې به ترې ويالې بهيږي، په هغو کې به تل اوسېدونکي وي، الله له هغوی راضي دی او هغوی له الله راضي دي، دا د هغه چا لپاره چې له خپل پالونکي وېرېدلی وي.
share_via